امنیت

په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې سقوط شوې

 ترینکوټ باختر د زمري  ۱۳ مه
د روزګان ولایت سیمه یېز چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې
سلګونه وسله والو طالبانو د چنارتو ولسوالۍ په یوشمېر سیموکې پر امنیتي
پوستو ډله یېز بریدونه وکړل.
د چنارتو ولسوال فیض محمد نن باختر اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په سپین قیچه سیمه کې د ملي اردو
پر قرارګاه او پوستو بریدونه وکړل چې پرمهال يې د ملي اردو یوه قرارګاه
او درې پوستې سقوط شوې او زیات شمېر سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسوال وايي: طالبانو له قرارګاه او پوستو څخه ټولې وسلې او تجهیزات وړي او
یوشمېر سرتېري يې هم ژوندي له ځانه سره بېولي دي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزی
د ولسوال او امنیه قوماندان دا خبرې ردوي او وايي چې په یاده ولسوالۍ کې هیڅ
یوې امنیتي پوستې او قرارګاه سقوط نه دی کړی او يوازې د ملي اردو یوې
قرارګاه تکتیکي شاتګ کړی دی.
احمدزی د تېرې شپې جګړه مني او وايي چې د یادې جګړې پر مهال یوازې ۴
تنه سرتېري شهیدان شوي او۵ تنه نور ټپیان شوي دي .
قوماندان زیاتوي چې اوسمهال په یادې ولسوالۍ کې وضیعت عادي دی او اضافي سرتېرو ته اړتیا نشته څو دغې سیمې ته واستول شي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیوکي یو ځل بیا په روزګان ولایت مرکز ترینکوټ
او ولسوالیوکې د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستی چې له امله یې د سیمې اوسیدونکي اندېښمن دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته