کابل / د سلواغې ۲۴ مه / باختر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی قطر ته لاړ.
ټاکل شوې چې دغه لوړ رتبه پلاوی به د خلیجي هېوادونو له استازو، اروپایي ټولنې له هیئت، د دیني عالمانو له اتحادیو او له هغو ډیپلوماتیکو څانګو سره چې د کابل پر ځای یې قطر د فعالیت لپاره ټاکلی، پر مهمو مسائلو غونډې ولري.
ن/ر