کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن له غرمې مخکې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، وروستیو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
تکل زیاته کړې چې په دې کتنه کې همداراز په تعلیمي او فرهنګي موضوعاتو هم خبرې وشوې.