خبرونهاقتصادټولنه

د بلخ په ۸ ولسوالیو کې زرګونه څاروي مړه شوي

کابل، د کب ۱۲ مه، باختر

د بلخ ولایت ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ۸ ولسوالیو کې د واورې له امله شاوخوا ۴ زره څاروي مړه شوي دي.

د بلخ د والي ویاند حاجي زید وايي، چې د یاد ولایت په چمتال، چهاربولک، چارکینت، مارمل، کشیندي، البرز، شورتېپه او زارع ولسوالیو کې شاوخوا ۴ زره څاروي مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره تېره شپه هم د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې هغه هېواد وال او مالداران چې په ځينو سیمو کې بند پاتې وو د ۲۰۹ الفتح قول اردو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او امنیتي ځواکونو له خوا ژغورل شوي او لا هم د اضطراري کمټې کارونه په چټکۍ سره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته