کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر
پوځيان وايي چې د بغلان د چشمه شيرپه ستراتيژيکه سيمه کې د کابل – مزار د لويې لارې په تګلوري کې د وسله والو طالبانو پراخ بريد ناکامه کړ.
په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، په سلګونو وسله والو بريدګرو پرون سهار د چشمه شير پر امنيتي پوستو برېدونه وکړل .
دغه بريدونه د پوځيانو د قرارګاه پر وړاندې د يوبم په چولو سره پيل شو او نښتې تر ناوخته پورې دوام درلود.
د پامير قول اردو يوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو د بريد په تعقيب ځمکنيو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ پر يرغلګرو ځپنده ګوزارونه وکړل.
د ملي اردو دغه مقام وايي په دې نښته کې د قاري شعيب او مولوي شمشاد په ګډون د وسله والو طالبانو ١٥ غړي ووژل شول او ١١ نورټپيان شول.
چشمه شيرتل د پوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې شاهد وي دا سيمه د کابل – مزار پر لويه لاره کې موقعيت لري او بريدګر زياتره پرمسافر وړونکو او تجارتي کاروانونو برېدونه کوي او د ترافيکو بهير ګډوډوي.
پاى \ ذ