ورزش

دسرې دمياشتې ټيم دفيروزي له ټيم سره لوبه کوي.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
په کابل کې دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام کوي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دسرې مياشتې او فيروزي ټيمونه لوبه کوي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې : دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ د ديارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي او په پرونۍ لوبه کې دميوند ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دپنجشير دځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .
ديوبل خبرله مخې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ په کابل کې نن په دوو لوبو سره دوام مومي.
په دې پړاو کې لومړى د طلوع ټيم دستاره سرخ له ټيم سره او وروسته د بريښنا شرکت ټيم دخاور له ټيم سره لوبه کوي.
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په څلورو ګروپونو کې درې ورځې مخکې په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبو کې د رفا اوروستا ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته