کابل / د سلواغې دويمه /باختر
د بغلان د روږدو کسانو د درملنې د ٣٠ بستريز روغتون مسوولين وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر په زياتېدو سره بايد په دغه ولايت د روږدو کسانو د درملنې روغتون د بسترو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
د بغلان د روږدو کسانو د درملنې د ٣٠ بستريز روغتون مسوول ډاکتر رحم خدا نوري د باختراژانس خبريال ته وويل د وروستى ترسره شوي سروې له مخې؛په بغلان کې په نشه يي توکو څه د پاسه ١٨ زرو روږدي کسان شته چې دغه شمېر ته د په پام کې نيولو سره ٣٠ بستريز روغتون د روږدو کسانو د درملنې ځواب نه شي ورکولى.
ډاکتر رحم خدا نوري د دغه ولايت د روږدو کسانو د درملنې لپاره په روغتون کې د زياتو بستروغوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د دوو ښځو په ګډون شپږ سوه روږدي کسان په ٣٠ بستريز روغتون کې تداوي شوي دي.
د روږدو کسانو د درملنې د روغتون مسوول د کافي بودجې نشوالې او په خپل وخت د معاشونو نه رسېدل د روغتون د کارکوونکو نورې ستونزې وبللې او د عامې روغتيا د وزارت او د بغلان د عامې روغتيا د رياست د مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه .
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالعليم غفاري د يوه اړتيا په توګه له ٣٠ بسترو څخه ٥٠ بسترونوته د روږدو کسانو د درملنې د روغتون د لوړولو يادونه وکړه
ختم _ ج – ا