خبرونهاقتصادTOPټولنه

د بغلان د کانونو ریاست ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۸ مه، باختر

د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست په تېرو یولسو میاشتو کې د ۴ سوه میلیونه د زیاتو افغانیو د عوایدو د راټولېدو او د دولت خزانې ته د سپارلو خبر ورکړی.

د دغه ریاست رییس مولوي رحیم الله عبیده باختر اژانس ته ویلي، چې د روان کال په تېرو یولسو میاشتو کې یې د ډبرو سکرو، ګچ، سمنټو او نورو ساختماني موادو لکه جغل، رېګ او تیږو د کانونو د حق الامتیاز له درکه ۴۳۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او  د دولت خزانې ته یې لېږدولې دي.

نوموړي ویلي، چې دغو کانونو کې ۲۵۰۰ تنه په کار بوخت دي او دغه راز د عوایدو د راټولېدو په برخه کې پر شفافیت ټینګار او ډاډ یې ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته