کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د پيروزي جام تر نامه لاندې د فوټسال سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د پلخمري په ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ ټیمونو په ګډون پيل شوې وې نن د فواد زرهي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امیر امیري د دغه سیالیو د ترسره کولو موخه د لوبغاړو د استعدادونو وده او نشه يي توکو ته، نه ویل دي.
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو په پای کې د چلنجر معدن او فواد زرهي لوبډلو سیالۍ وکړه چې په پایله کې د پينالتي په ګوزارونو سره د فواد زرهي لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
ع