ايبک باختردتلې دمياشتې ٨ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د ٢٨ ښوونځيو د ترميمولو او بيا رغاونې کار نن پيل شو.
د سمنګانو ولايت د پوهنې دکيفيت د لوړولو د ملي پروګرام مسوول محمد عمر ستانکزي باختر آژانس ته وويل: دغه ښوونځي د سمنګانو ولايت په مرکز او شپږګونو ولسواليوکې د ١١ ميليونو ٥٠٠ زره افغانيو په لګښت د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه تر شپږو مياشت پورې بيا رغاول کيږي.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست د پلان مدير عبدالودود وويل: ددغه ولايت دمرکز او شپږو ولسواليو په کچه ١١٩زره تنه نجونې او هلکان په ٢٩٤ ښوونځيوکې په زده کړې بوخت دي.
په دغه ولايت کې١٢٠ ښوونځي ودانۍ نلري.
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ