خبرونهTOPښوونه او روزنه

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ۱۳ تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړ

کابل، د کب ۲۹ مه، باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو آمریت ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه  له ۱۳ تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړ.

د یاد ولایت د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وايي، چې یاد تړون له یوه پوهنتون، د لوړو زده کړو له ۲ مؤسسو، ۳ انسټیټیوتونو او ۷ ښوونیزو کورسونو سره لاسلیک شوی، چې ځوانان به د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه ور پېژني.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې تړون له مخې به هغه ځوانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په خصوصي برخه کې د زده کړو د مخته وړلو مالي امکانات نه لري، په تخفیف سره ورپيژني څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

استاد مهاجر محمدي د توانا علمي اکاډمۍ مسؤل او جاوېد واحدي د البیروني د معاصرو زده کړو مسؤل وویل، چې شوې هوکړې ته ژمن دي او هغو ځوانانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شفیع الله رحیمي او نصرالله د بغلان دوه اوسېدونکي چې د دې اقدام هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي چې په خصوصي تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بېوزلۍ سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته