امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د  وري شپږ ويشتمه :
په کندز ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د پامير د شلمې فرقې درستيزوال بريدجنرال سيد قربان موسوي  د باخترآژانس خبريال ته وويل: د پامير – ١ په نامه چاڼيز عمليات پرون د کندز ولايت په مرکز پورې اړوند د الچين او تلوکه په ساحو کې پيل شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: په دغو عملياتوکې څو کلي د وسله والو طالپانو له شتون څخه پاک شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته