خبرونهفرهنګTOPټولنه

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه په خوست ولسوالۍ کې ۳۰۰ تنه فارغ شول

کابل، د وري ۱۸ مه، باختر 

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو آمریت د خوست ولسوالۍ د خوش درې او د دې ولسوالۍ د مرکز عالي لیسې له ښوونیزو مرکزونو  څخه ۳۰۰ تنه زده کوونکي چې بېلابېلو برخو کې یې زده کړې ترسره کړې وې د یوې غونډې په ترڅ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې فارغ شول.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې  ۳۰۰ تنو زده کوونکو چې د وینافن، پښتو، ریاضي، انګلیسي او لیک لوست په برخه کې یې زده کړې ترسره کړې وې نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه ورته ورکړل شول.

هاشمي ډاډ وښوده چې دغه ریاست په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د فرهنګي او علمي وړتیا لوړولو ته ژمن دی او په همدې موخه یې په دغه ولایت کې له ۱۳ خصوصي  ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو سره هوکړه لیک لاسلیک کړې چې له مخې یې هغه ځوانان چې د زده کړو د دوام لیوالتیا لري، او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي په تخفیف سره دې مرکزونو ته ورپېژني څو په کم فیس سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په خوست ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند  د  رضاکاره د ځوانانو ټولنې مسوول اغاشیرین سادات  وویل، چې د ځوانانو د علمي  او فرهنګي وړتیا د لوړولو په برخه کې هڅه کوي څو په دې ولسوالۍ کې لا زیاتې ګټورې برنامې په لاره واچوي.

د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وویل، چې میاشت وړاندې یې په پلخمري کې هم  د دغه ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه زده کوونکي فارغه کړي چې په پنځو برخو کې زده کړې ورکول شوې وې.

 

هغو زده کوونکو ته چې د فراغت سندونه ورکول شوي، یاد کورسونه د ځوانانو د پوهې کچې د لوړولو په برخه کې مهم او اغېزمن ګام بولي او زیاتوي چې دغه چاره باید هر کال د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دوام داره توګه ترسره شي څو هغه ځوانان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ په وړیا ډول خپلې زده کړې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته