سیاست

دغزني د ناور ولسوالۍ د خلکو استازو خپلې يو لړسيمه ييزې ستونزې د جمهوري رياست له دويم مرستيال سره طرحه کړې.

کابل –باختر دسلواغې دريمه :
دغزني ولايت د ناور ولسوالۍ د جرغي د سيمې يو شمېر عالمانو او مشرانو نن دجمهور رييس له دويم مرستيال سره په کتنه کې خپل يو لړسيمه ييزې ستونزې طرحه کړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې دغزني ولايت يو سناتورهم حاضر و، د کتنې برخه والو د دغې سيمې د اوسيدونکو يو لړسيمه ييزې ستونزې دجمهور رييس له دويم مرستيال محمدکريم خليلي سره طرحه کړې.
دکتنې برخه والو د څرګندونو له مخې: د دغې سيمې اوسيدونکي تل په بېلابېلو برخو کې دافغانستان له دولت سره دملاتړ په لاره کې مخکښ دي، خو دغه سيمه چې دغزني ولايت د ناور ولسوالۍ له محرومو سيمو څخه ده هغوى ته دخدمت رسولو په بېلابېلو برخوکې لازمه پاملرنه نه ده شوې.
دوى له دولت څخه وغوښتل چې دجرغي د سيمې د موجودو وګړو او دهغې دخلکو د اړتيا په پام کې نيولو سره لازمه ده چې دغه سيمه په يوخپلواک ادارې واحد بدله شي.
دغونډې برخه والو دغه راز څرګنده کړه چې د جرغي د سميې دهوا دسړښت په دليل اوسيدونکې يي دژمې په موسم دلارو دبنديدو له ستونزو سره مخامخ دي.
او له دې امله له پيښو سره دمبارزې له ملي کميتې څخه يي وغوښتل چې په دې برخه کې دهغوي دستونزو دڅيړنې په لاره کې اقدام وکړي.
دتنه قشلاق دبريښنا دبند جوړولو ته پاملرنه د برخه والو بله غوښتنه وه چې دهغوې دڅرګندونو له مخې دبريښنا دغه بند وکولاي شي د ناور ولسوالۍ دزياتو اوسيدونکو ستونز ېحل کړي دجرغي دسميې اوسيدونکو دغزني – ناور سړک د جوړولو دبهير او دغه راز  د قره باغ – جاغوريو دسړک دجوړولو دکار دکړندي کولو چې د دوى دڅرګندونو له مخې: د غزني خلکو ته زيات ارزښت لري ټينګار وکړ. وروسته محمدکريم خليلي د جرغي د سيمې له استازو سره دکتنې له امله د خوښي دڅرګندونو په ترڅ کې د جهاد او مقاومت په دوران او په نوې فصل کې د نويو ارزښټونو په ترلاسه کولو کې دخلکو رول ارزښتناک وباله او زياته يې کړه چې په تيرو لسو کلونو کې ترلاسه شوي ارزښتونه هم کولاى شي دهيواد دمسلمانو خلکو د پيوستون او همغږى ترسيورې لاندې وساتل شي.
دجمهور رييس دويم مرستيال د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير او په ٢٠١٤ کال کې دجمهوري رياست انتخاباتو ته په اشارې سره، دخلکو ترمنځ يې په زياتې همغږى او سمون ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د احتمالي ننګونو سره مقابله به د افغانستان دخلکو د يوالى او پيوستون ترسيورې لاندې امکان ولري.
د جمهور رييس دويم مرستيال دجرغې سيمې دموجودو ستونزو د څيړنې په لاره کې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دکتنې دبرخه والو له خوا دغوښتنې موارد به تعقيب کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته