Uncategorized

د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې د حکيم ناصر خسرو تاريخي مقبره بيارغول کيږي

کابل /دلېندۍ ٢٦مه/باختر
د فرهنګي مسوولينو يو ټيم د حکيم ناصر خسرو د تاريخي ابده وکتله.
د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس معز الدين احمدي چې د دغه ټيم په مشرۍ ساحې ته تللی و د دغې آبدې ويجاړې شوې برخې وڅيړلې او د يوې غونډې په ترڅ کې د سيمې خلکو ته وويل چې د تاريخي ابداتوساتنه د ملتونو هويت معرفي کوي او خلک بايد د تاريخي ابداتو د ساتنې په لاره کې جدي همکاري وکړي.
هغه دغه راز وويل چې د لرغونواثارو مافيا غوښتل چې له فرصت څخه په استفادې سره د حکيم ناصرخسرومقبره چې په ٤٧٢ هجري قمري کال کې د بدخشان په يمګان کې مړ شوى دى، ويجاړ او موجود اثار يې لوټ کړي چې له نيکه مرغه بريالي نه شول په هغه مقبره کې چې حکيم ښخ دى کيندنې وکړي.
اوس د بدخشان ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ د رياست مسوولين وايي چې دغه تاريخي مقبره به په نږدې راتلونکي کې د تاريخي قدامت پام کې نيولو سره بيا په اساسي ډول ترميم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته