Uncategorized

خوست کې د «اتلانو ټرافي» لومړي پړاو سياليو د پرانيستې مراسم ترسره شول

کابل، د غوایي ۲۸مه، باختر
د حافظ انس خوست «اتلانو ټرافي» شل اوریزه سياليو لومړی پړاو سیالۍ چې په کې به د ملي، نولس کلنې، الف او کورني کرکټ لوبغاړي شتون ولري د پرانیستې مراسم یې ترسره شول.
د خوست کرکټ آمر احسان ولی مسرور باختر ته په دې اړه وويل: «خوست کې د لومړي ځل د اتلان ټرافی تر عنوان لاندې شل اوریزې لوبې ترسره کېږي چې، دا لوبې د لوبغاړو او کرکټ د پرمختيا لپاره ګټور دي او کومې لوبې چې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په رسمي ډول ترسره کېږي د هغوی لپاره امادګي هم ده»
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په دغه ټورنمنټ کې د سنګين، متون اتفاق افضلي، ايليون سټار او د مرکز کابل څخه دوه مېلمه لوبډلې کابل اتلان او ميرزا کټوازي کلبونه ګډون لري چې لس ورځې دوام مومي.
هغه په نږدې راتلونکي کې د KPL يا د خوست غوره ليګ لوبو د پيل ډاډ هم ورکړ.
د متون اتفاق کلب لوبډل مشر یوسف نواز حبيب زي دغه لوبې د هغو لوبغاړو لپاره چې په کورني کرکټ کې ورته چانس نه وي ګټورې وبللې.
د کابل اتلان کلب کفتان بيا یادې سیالۍ له مشرانو لوبغاړو څخه د تجربو ترلاسه کولو په برخه کې اغیزمنې یادې کړې.
باید وویل شي، چې د يادو سياليو مالي ملاتړ کوونکی حافظ انس حقاني او د لوبو سفير د خوست مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت ټاکل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته