کابل، د کب ۲۳ مه، باختر
د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو له ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو سره د دغه ولایت د ځینو مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د بامیانو د ټولګټو چارو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د بامیانو او کابل ترمنځ په پوله د حاجي ګګ کوتل او د نمبر ۱ یکاولنګ ولسوالۍ او پنجاب ترمنځ د شاتوکوتل لارې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د کوتل آبقول کرمان چې بامیان له غور سره نښلوي، د ورس بندشوی پله لاره چې بامیان د وردګو له څلور لارې سره نښلوي، د آقرباط کوتل چې بامیان مرکز له سیغان سره نښلوي اوس د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.