خبرونهاقتصادTOPټولنه

د بامیانو ټولې مواصلاتي لارې د ترافیکو پرمخ خلاصه شوې 

کابل، د کب ۹ مه، باختر

د بامیانو د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت ټولې موصلاتي لارې د ورستیو سختو واورو او توپانونو له امله د ترافیکو پرمخ تړه شوې وې، چې نن د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.

د بامیانو د ټولګټو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د بامیان او دایکنډي ترمنځ د کوتل قوناق پوله، د نمبر۱ یکاولنګ ولسوالۍ او پنجاب ولسوالیو ترمنځ د کوتل شاتو پوله او کوتل آبقول کرمان چې بامیان له غور ولایت سره نښلوي د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوې وه نن د ترافیکو او مسافرینو پرمخ خلاصه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه،  چې د کوتل آقرباط  پر سړک چې د بامیان مرکز له سیغان ولسوالۍ سره نښلوي د یخ ماتولو او د خاورو  اچولو چارې هم روانې دي، چې په دې سره به د موټر چلوونکو ستونزې په بشپړه توګه حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته