خبرونهاقتصادTOPټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د ملي پراختیا شرکت له رئيس سره د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ملي پراختیا شرکت له رئيس عبدالرحمن عطاش سره وکتل.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دغه وزارت د ۴۲ بندونو د جوړولو پروژو او په کونړ کې د ګمبیري د اوبو او برېښنا بند د پلي کولو د څرنګوالي او همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې، د پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو ډاډ ورکړی او د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

د ملي پراختیا شرکت رئيس هم ویلي چې دغه شرکت هڅې کوي د بنسټیزو او مهمو پروژو په پلي کولو سره، هېواد د ځان بسیاینې په لور وخوځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته