کابل باختر د لړم اتمه :
دفارياب پوليس يوغلا شوى موټر وموند .
دباختراژانس دخبرله مخې ، يو فولدر ډوله موټر چې دوه ورځې مخکې دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ دبازار له کلي غلا شوى وو نن د ميمنې ښار دجاده کوهي خانې له سراي څخه دپوليسو له خوا وپيژندل شو اوترلاسه شو .
خبر ځاى زياته کړه چې ددغې پيښې دعامل دنيولو لپاره پوليسو تحقيقات پيل کړي دي .
ويل کېږي چې موندل شوي موټر خاوند ته يې وسپارل شو .
ختم_ سعيده _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ