سیاستخبرونهاقتصادTOP

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي ناسته کې، پر يو لړ مهمو موضوعاتو بحث وشو

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، نن د اقتصادي کمېسیون نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه شوې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات څخه تر تورغونډۍ او له اندخوی څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي.
دغه راز یادې ادارې ته دنده سپارل شوې چې له هرات څخه د کندهار تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ غځولو هر اړخیز پلان چمتو او له وړاندیزونو سره یې د اقتصادي معاونیت مقام ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمېسیون د ګډونوالو په وینا؛ د یادو شبکو په بشپړېدو سره به د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه زیاته او په دې برخه کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
په دې ناسته کې له فتحې مخکې پر دولتي ادارو د قراردادي شرکتونو د پاتې تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ۱۰ سلنې ورکړې په اړه د مالیې وزارت له لوري د تثبیت اړوند کړنې هم تأیید شوې دي.
د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د ټاپ پروژې سکرتریت جوړېدل منظور او د تشکیل په موخه د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون ته راجع شوی دی.
د ټاپ پروژې سکرتریت د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ له اړوندو سکټوري وزارتونو څخه جوړ شوی چې د یادې پروژې تخنیکي او حقوقي چارې به پر مخ بیايي.
همدا رنګه په ناسته کې د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري د چرګانو د ذبحې په موخه جوړ شوی لارښود د خوړو او درملو ملي ادارې د وړاندیزونو په پام کې نیولو سره تایید شوی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مکلف شوی چې یاد لارښود په جدیت سره تطبیق کړي.
د ناستې په پای کې، تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، افغان پُست شرکت ته په ترانزیټي وسایطو کې د «جي.پي.اس» نصبولو قرارداد ورکړل شوی او دغه شرکت مکلف شوی چې د یوې میاشتې په بهير کې د دې موضوع په اړه خپل راپور له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
یادونې وړ ده چې د دغه قرارداد له مخې، افغان پُست شرکت پر هر ترانزیټي موټر د ۴۱ ډالرو فیس په مقابل کې «جي.پي.اس» نصبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته