کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تورخم بندر له لارې هېواد ته له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د لسو کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد شمېر کورنۍ پرون د ننګرهار ولایت د تورخم بندر له لارې په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغو لسو راستنو شویو کورنیو د غړو ټول شمېر ۵۳ تنو ته رسېږي.
په خبرپاڼه کې راستانه شوي افغانان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري تر نوملیکنې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې.