امنیت

د هېواد په جنوب کې لس وسله وال طالبان ونیول شول

قندهار/دمرغومې۱۱مه/باختر
د قندهار د ملي امنیت ادارې د دغه ولایت په مرکز کې د وسله والو طالبانو د لس کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ادارې مسوولین وايي چې نیول شوې ډلې په قندهار ښار کې دولتي کسان، قومي مشران، دیني عالمان او روشن فکره کسان په نښه کول.
د قندهاردملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، نیول شوې لس کسیزه ډلې د ورانکارو فعالیتونو نظامي زده کړې د پاکستان په چمن ښار کې کړې دي او بیا افغانستان ته راغلي دي.
د ملي امنیت ادارې مطبوعاتي مسوولین وایي، چي نیول شوو کسانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر اکمالاتي موټرونو او امنیتي پوستو ډله يیز برېدونه هم تر سره کړي.
د ملي امنیت مسوولین وايي چې له نیول شویو طالبانو څخه يو راکټ، يوه کلاشینکوف، ۲۰۰۰ د کلاشینکوف کولۍ، دوه میګاروف تومانچې، شپږ ریموټ کنټرول او یو هنډا موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته