کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
د افغان -ترک ښوونځي د هرات ولايت د ښوونځيو له کارکوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .
په هرات کې د افغان- ترک د ښوونځي مسوول فاتح کوکماز د روژې دمبارکې مياشتې په ترڅ کې وويل: د روژې مبارکه مياشت د مينې او محبت مياشت ده .
د دغو ښوونځيو مسوولينو ښوونکو او د زده کوونکو ميندو او پلرونو ددغه موضوع په درک کولو سره د يوې اندازې خوراکي توکو په برابرولو سره په هرات کې د ښوونځيوله کارکوونکو او بې وزلو کسانو سره مرسته وکړه چې دغه مرستې په هرات کې له افغان- ترک د ښوونځي له خوا په ٨٠٠ بېوزلو، مستحقو او د ښوونځيو په کارکوونکو وويشل شوې .
د يادونې وړ ده چې دغه مرستې هر کال د دغه ښوونځي د فارغانو ، ښوونکو او زده کوونکو د ميندو او پلرونو له خوا په بېوزلو کسانو ويشل کيږي .
ختم_ ج +_ اکرم
1 1 دقیقه لوستل