ايبک باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه :
د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکوښار د يوشمېر واټونو د قيرکولو کار نن پيل شو.
د سمنګانو ولايت دفوايد عامې رئيس انجنير ضيا همايون د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه واټونه د اتو کيلومترو په اوږدوالي او اتو مترو سور سره په ايبکوښارکې د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه د شپږسوه دوه څلويښتو ميليونو افغانيو په لګښت قيرکيږي .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ