سیاستخبرونهTOP

د افغانستان لپاره د ناروې سفير: هېواد يې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي

کابل، د وري ۸مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې له سفير پاول کلومن بیکین او مل پلاوي سره وکتل.
بیکین په دغه کتنه کې د افغانستان او ناروې اوږدو اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېواد له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
هغه د کندهار وروستۍ پېښه وغندله او د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. نوموړي وویل چې په افغانستان کې د داعش په ګډون د یو شمېر ډلو په ځپل کېدو سره هغوی پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ناروې سفير همدارنګه له پاکستان څخه د افغانانو ایستل د اندېښنې وړ وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.
د ناروې سفیر زیاته کړه، دوی د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.
هغه همدارنګه وويل چې ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي، څو د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ناروې سفير او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان اوسنی امنیت د پخوا په پرتله چې ناټو او امریکا هم حضور درلود ښه یاد کړ او ویې ویل، د ځينو لورو لخوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت وراچول کېږي، له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او غوره به وي، چې هېوادونه خپل داخلي مسائل حل او خپل امنیت وساتي.
مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او ويې ویل چې اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د چاپيریال ساتنې په برخه کې د ناروې له هڅو په مننې وویل، افغانستان د اوبو د مدیریت او ځنګلونو د رغاونې په برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته