امنیت

په چاوديدونکو توکو بار موټر ترلاسه شو

کابل باختر د ليندي اوومه :
په چاوديدونکو توکويو بار موټر پرون سهار دننګرهار ولايت د دربابا په ولسوالۍ کې ترلاسه شو.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شير اقا فقيري باختراژانس ته وويل چې ددغې قول اردو منسوبينو په عملياتو کې  په چاوديدونکو توکوبار يوکرولا موټر دننګرهار ولايت ددربابا ولسوالۍ له مربوطاتو څخه چې د ډار اچوونکو عملونو دترسره کولوپه مقصد ليږدول کيده ونيوه او په دې اړوند يو تن نيول شوى او يوتن يې تښتيدلي دى .
ده زياته کړه په دغه موټر کې دوه سوه کيلوګرامه تروتيل ډوله  چاوديدونکيتوکي او زر متره ثانيه سوزونکي مزي بار و . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته