سیاستخبرونهTOP

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سلاکار د وسلو ثبت او قاچاق په مخنیوي کې د اسلامي امارت اقدامات ستايلي

کابل، د وري ۶مه، باختر

د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د ملګرو ملتونو له سلاکار پيډ ګين سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

پيډ ګين په دغه کتنه کې د وسلو د ثبت، ساتني او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د ټولو مسوولینو د چټکو اقداماتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسلو د قاچاق مخنیوی په ښه توګه ترسره شوی دی.

په ورته وخت کې مولوي حیات‌الله مبارک ویلي چې د مشرتابه له لوري کمېسیونونه ټاکل شوي، ترڅو وسلې راټولې، ثبت، ویې ساتي او هم یې د قاچاق مخه ونیسي، چې په خبره یې په دغه برخه کې د ټاکل شویو کمېسیونونو له لوري کارونه په چټکۍ روان دي.

د یادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د مشرتابه د حکم پر اساس د هر ډول وسلو پېر او پلور منع دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته