سیاستخبرونهTOP

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا پر افغان خاروه د بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د هغه هېواد سفیر احضار کړ

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې چې په پایله کې يې ښځې او ماشومان شهیدان شول، په کابل کې د هغه هېواد د سفارت سرپرست احضار او احتجاجلیک یې ورته وسپاره.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یادو بریدونو د غندنې ترڅنګ پاکستان ته وریادوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې چې د پاکستان نوی ملکي حکومت او ولس باید پرېنږدي، چي ځینې کړۍ په غیرمسوولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته