سیاست

د یوناما دفتر د وروستي راپور په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٨ :
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت "په وسله‌والو جګړو کې د ملکي وګړودساتنې" په نامه  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر خپور شوی کلنی راپور، لوستی دی.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو عملیاتو د ترسره کولو پر مهال د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب خپل اساسي او لومړنۍ موخې ګڼي او که چېرې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو په نتیجه کې ملکی وګړو ته  زيان  ورسېږي، پېښه څیړي او په اړه یې لازم قضايي او اداري ګامونه پورته کوي.
جمهوررئیس د هېوادوالو د سر او مال ساتنې اهمیت ته په پام، تل په دې ټینګار کړی دی چي "د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په ټولو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ځان دساتنې لپاره له زیات دقت څخه کار واخلي، که چېرته له افردو څخه بي غوري کېږي، پوښتنې او ګرویږنې به ور څخه وشي."
جمهوررئیس یو ځل بیا څرګندوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پرخلاف ځان د خپلو هېوادوالو د سر او مال په ساتنې مکلف بولي او حساب ورکولو ته ژمن دی.
د افغانستان دولت د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو د ساتنې په خاطر ځان د اسلامي احکامو اونړيوالو قواعدو رعایت او تطبیق ته بشپړ ژمن بولي او د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره به بشپړې هڅې وکړي.
حکومت په دغه راپور کې د یوناما له‌ لوري د وړاندې شویو پشنهادونو هرکلی کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته