کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د لېندۍ له ۱۰ مې تر ۱۶ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱ زره ۳۳۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۷۰ زره ۸۷۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳ زره ۱۳۹ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷ زره ۳۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۹۱ زره ۳۳۹ مټریک ټنه انتقالات کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د نږدې ۸۶ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.