کابل / د مرغومې ۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیر المومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پرون په قندهار کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له لسګونو دیني عالمانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې امیرالمومنین دیني عالمانو ته د بریا مبارکي وویله او له دوی یې غوښتنه وکړه چې په همغږۍ او یووالي سره د خلکو خدمت وکړي او خپل منځي اختلافات له منځه یوسي.
په همدې حال کې دیني عالمانو خپل نظرونه او ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له زعیم سره شریکې کړې.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیر المومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده دیني عالمانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې علماء کرام هر وخت ورسره خپلې ستونزې او مشورې شریکولی شي.
ن/ر