کابل باختر د تلې ٦ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د غزني ولایت په امنیتي غونډه کې د امنیتي وضعیت، د ښاري کمربندونو د تحکیماتو، د بیسونو او د امنیتي پوستو د جوړولو په هکله د لوی درستیز او د ۲۰۳ تندر قول اردو د قومندان راپور واورېد. د جمهور رېيس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې جمهوررئیس محمد اشرف غني امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د عملیاتونو، د ځواکونو د تجهیز او د امکاناتو د وېش لپاره دې یو څرګند پلان جوړ کړي او د ځواکونو پر همغږۍ او واحدې قوماندې یې ټینګار وکړ. —- محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان در جلسه امنیتی ولایت غزنی گزارش لوی درستیز و قوماندان قول اردوی ۲۰۳ تندر را در رابطه به وضعیت امنیتی، تحکیمات کمربندهای شهری، ایجاد بيزها و پُسته های امنیتی استماع نمود. رئیس جمهور غنی به مسئولان امنیتی هدایت داد تا یک پلان واضح با قید زمانی در رابطه به عملیات ها، تجهیز نیروها و توزیع امکانات تهیه شود و بر هماهنگی و قومانده واحد نیروها، تاکید کرد. پاىعطاءالله
0 1 دقیقه لوستل