خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خُبیب غفران په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه

 کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند او د رسنیزو چارو د پالیسۍ سلاکار خُبیب غفران، نن په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معینیت سرپرست او د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاالحق حقمل، خُبیب غفران ته د مبارکۍ ترڅنګ، وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو مطبوعاتي او فرهنګي وزارت دی چې تر ډېره بریده یې کار له رسنیو سره دی، نو په دغه وزارت کې د ویاند شتون یوه جدي اړتیا ده، چې وکولای شي په وخت د وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې هېوادوالو ته ورسوي.

خُبیب غفران هم په خپلو خبرو کې، د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې، هڅې به وکړي ترڅو د وزارت لاسته راوړنې په ښه ډول هېوادوالو ته ورسوي او په وخت معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې خُبیب غفران د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام په حکم، په دغو وروستیو کې د دغه وزارت د ویاند او د رسنیزو چارو د پالیسۍ د سلاکار په توګه ټاکل شوی چې نن یې په کار پیل وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته