کابل، د غوايي ۲ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه پرون شنبې په خپل کاري دفتر کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي سيف الدين معتصم سره کتلي.
د کتنې پرمهال مولوي سیف الدین معتصم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شريکې کړي او په دغه ولايت کې يې د ۴۱ ميليونه افغانیو په ارزښت د يو کتابتون پر جوړولو هم خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې ستایلي او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې لازمې سپارښتنې کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاډ ورکړی، چې شته ستونزې به یې حل او وړاندیزونو ته به یې رسېدنه وشي.