سیاست

تبصره

 

کابل باختر د ليندي لسمه

دهيواداقتصادي وده  دکورنيوتوليداتو او صنايعوملاتړ ته اړتيا لري او په دې لاره کې بايد مسوول مرکزونه  ددقيقوکاري لاروچارو په برابرولو سره  دعمل ډګر ته وروډانګي اوله کورنيوتوليداتو او صنايعو څخه  دکاراخستلوزمينه په يوحتمي کاربدل کړي.

  دباختر اژانس داقتصادي برخې مبصر ليکي ، په دې وروستيو وختوکې  په کابل کې دملي صنايعونندارتون دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي په وينا سره پرانستل شو .

 دغه نندارتون په داسې حال کې په کابل کې جوړيږي  چې زموږ زيات شمير خلک دکورنيوتوليداتواوصنايعوپه باب  دومره معلومات نه لري . ددغه شان نندارتونونو جوړول کولى شي دکورنيو توليداتواو صنايعو په معرفي کولو کې  مرسته وکړي .

دچارو مسوولين په داسې حال کې ددغه شان نندارتون په جوړولو لاس پورې کوي چې افغانستان  دتوليد له پلوه دسيمې دهيوادونو ترمنځ په ټيټه  کچه کې دى او ديومستهلک هيواد په توګه  پاتې دى . او دبهرنيو هيوادونو دصادراتي مالونو په بازار بدل شوى دى .

 افغانستان يو وخت د نړۍ په کچه دميوو دصادراتو له پلوه دريم هيواد و، خو نن ورځ دافغانستان دخلکو داړتيا وړ  سابه او ميوې  له بهرنيو هيوادونو او په تيره بيا له چين ، ايران او پاکستان څخه وارديږي .  په داسې حال کې چې  دافغانستان  يوه زياته اندازه ميوې او سابه  دبازار  دنه شتون په علت  له منځه ځي .

  دايوازې  دافغانستان ميوې  او سابه نه دي چې آن  دهيواد په دننه کې بازار نه لري ،افغانستان د سمنتو دتوليدلپاره ډير زيات امکانات لري،  په تيرو وختونوکې  دغوري سمنت چې ډير ښه کيفيت يې درلود د منځني اسيا هيوادونو ته  صادريدل خو نن ورځ موږ په کال کې دنږدې يو مليارد ډالرو په ارزښت  سمنت له بهر څخه  واردوو .

په همدې ترتيب  موږ دبريښنا دتوليد لپاره ډير ښه امکانات او ظرفيتونه  لرو، په داسې حال کې چې موږ نن ورځ بريښناله بهر څخه پيرو .

 په هيوادکې زياتره اوبه په صادراتي صنعت توليديږي په داسې حال کې چې افغانستان له خپلو آبي عوايدو څخه په سلو کې يوازې ديرش  استفاده کوي او نورې په وړيا ډول دنورو هيوادونو کروندې  او دښتې خړوبوي  او نورې خبرې او ستونزې .

په هيوادکې  دسياسي کارپوهانو  په باور ديوې دقيقې او اغيزمنې ستراتيژي  نشتوالي ددې سبب شوى دى  چې افغانستان  ديو مستهلک هيوادپه توګه پاتې شي  ، دغه راز دملي صنايعو په نسبت  ناوړه تبليغات او نيتونه ددې سبب شوي دي چې آن  افغانان ددغو توليداتو په نسبت دشک په سترګه وګوري او استفاده ورڅخه ونه کړي .

 نن ورځ  په هرات ، کابل او په نورو ښارونوکې  يو زيات شمير صنعتي کارخانې  دله منځه تللو له خطر سره  مخامخې دي . نن ورځ هغه  سړې  خونې چې وکولي شي  کرنيز محصولات په هيواد کې  وساتي دومره نه دي  چې وکولي شي  اوسنيو اړتياو ته ځواب  ووايي .

  په دې ترڅ کې دکورنيو اوبهرنيو بازارونو نشتوالي اوترانزيتي ستونزو دکروندګرواو صنعتکارانو ستونزې لاپسې  زياتې کړي دي ، اوس دغه مسئله  دنظام د اقتصادي برخو په کارکوونکو پورې  اړه پيداکوي  چې له کوموتدبيرونو  او امکاناتوڅخه کار اخلي  چې دغه ستونزې په بنسټيز ډول  حل شي .

 دجمهور رييس کرزي  ټينګار چې وايي،  زموږ صنعت هغه وخت ترقي کوي  چې موږ خپل توليدات  وپيرو،  دارزښت او دقت وړ دى له يوې خوا جمهور رييس  ټينګار کوي چې دماليې، سوداګرۍ او صنايعو ، اقتصادي او دکرنې او اوبو لګولو وزارتونه  او نور اړونده مرکزونه دې بايد  خپلې ټولې هلې ځلې  وکاروي چې دهيوادنيوتوليداتو دپيرودنې او استفادې لپاره  زمينه برابره شي صنعت کاران  سوداګر او کروندګر او په پاى کې عام خلک داقتصادي عالي شورا د جوړيدو دمفکورې ملاتړ کوي خو ټينګار کوي  چې دغه شورا دې بايد داسې کار وکړي  چې په نتيجه کې يې دکورنيو صنايعو او صنعت  ملاتړ وشي .  دغه شورا بايد  په هيواد کې  له ورته توليداتو څخه  کار اخستل په يو حتمي کار  بدل کړي  او دهغو تجارتي مالونو او موادو واردات  چې توليد يې  دهيوادپه دننه کې  امکان لري  په کلي توګه منع کړي دتوليدي کارخانو او فابريکو  دبشپړ ملاتړ په برخه کې چې  دناسالمو بهرنيو سياليو له مخې دله منځه تللو په حال کې دى ، برابره کړي .

 نو يوازې  ديوې دقيقې  پاليسي ( لنډ مهال او اوږد مهال ) چلند له مخې  کولي شو  په هيواد کې صنعت او صنايعو ته  وده ورکړو او دبهرنيو مالونو دواردولو مخه ونيسو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته