خبرونهفرهنګTOP

د “اسلامي تمدن او فرهنګ په وده کې د ابوريحان البيروني علمي مقام” علمي – تحقيقي سمينار په کابل کې جوړ شو

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د “اسلامي تمدن او فرهنګ په وده کې د ابوريحان البيروني علمي مقام” تر عنوان لاندې علمي – تحقيقي سمينار، نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معینیت له لوري په کابل کې ترسره شو.
په دغه سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقاماتو او مسئولینو، د پوهنتون يوشمېر استادانو، علمي شخصيتونو او فرهنګيانو ګډون کړی و.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ياد سمينار په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي وويل چې ابو ریحان البيروني په علمي ډګر کې نه يوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د پام وړ خدمتونه کړي او افغانان باید د هېواد د دغه شان مشاهیرو پر کارنامو او خدمتونو وویاړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د خپل هېواد، سيمې او اسلامي اُمت د مشاهيرو او اسلافو د شخصيت پېژندنې او يادبود هوډ لري چې د ننني سمينار جوړول يې يوه بېلګه ده.
دغه راز، د سمينار په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د رئيس‌الوزرا ملا محمد حسن آخند، د پوهنې وزارت د سرپرست شيخ الحديث سيد حبيب الله آغا، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئيس شیخ الحديث فریدالدين محمود او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پيغامونه ولوستل شول چې پکې د ابو ريحان البیروني ژوندانه، علمي شخصيت او مقام ته اشاره شوې او په علمي ډګر کې د هغه علمي او تحقيقي کارنامې او خدمتونه بيان شوي دي.
په يادو پيغامونو کې د سمينار د ترسره کولو په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هڅو قدرداني شوې او د هېواد د مشاهيرو او علمي شخصيتونو د يادبود په موخه د دغه شان سمينارونو پر جوړولو ټينګار شوی دی.
د غونډې په بهير کې، په پښتو او دري ژبو د (ابوریحان البیروني؛ د افغانستان د نومیالي مؤرخ په توګه، دنیای پهناور دانش ابوریحان البیرونی، د علامه ابو ریحان البیروني علمي دریځ، ارزیابی نقش ابو ریحان البیرونی در علوم طبیعی، اوسني اسلامي نړۍ ته د ابو ریحان البیروني پیغامونه، منهج تاریخ نگاری البیرونی در تحقیق ما للهند، د غزنوي ارسطو ابو ریحان البیروني علم او شخصیت او د مکارم اخلاق انسان در اندیشه ابو ریحان البیروني) تر عنوانونو لانې علمي او څېړنیزې مقالې ولوستل شوې.
په یادو مقالو کې د ابو ریحان البیروني د ژوندانه د څرنګوالي، په افغانستان او نړۍ کې د هغه د علمي شخصیت او مقام، زده کړو، اختراعاتو، چاپ شویو مهمو او مشهورو آثارو، نوښتونو او بشري خدمتونو په اړه مطالب بیان شول او دغه راز د هغو ۵۰ مقالو له جملې څخه چې د ابو ريحان البيروني سمينار د ترسره کولو اجرايي او علمي کمېسيون ته استول شوې؛ ۳۲ يې چاپ او نشر ته انتخاب شوې دي.
ابو ریحان محمد بن احمد البيروني الخوارزمي د رياضياتو، ستورپوهنې، نبات‌پوهنې، جغرافيې او تاریخ، کان‌پېژندنې، ادبياتو او ژبې په برخه کې يو بې بدیله نابغه او ستر عالم و. هغه د ٣٦٢ هجري قمري كال د ذوالحجې په درېیمه چې له ۹۷۳ میلادي کال سره سمون خوري؛ د خوارزم په «کاث» سیمه کې زېږېدلی؛ د خپل ژوند لومړني ۲۵ کاله یې په «کاث» ښار کې تېر کړل او هلته يې د فقهې، عقایدو، رياضي او ستورپوهنې زده کړې وکړې.
ابو ریحان البیروني د څلورمې هجري پېړۍ په وروستيو او د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې يو له مشهورو پوهانو څخه ګڼل کېږي او له هغو لومړنيو کسانو څخه دی چې د اجسامو د کثافت او مخصوص ثقلت په موندلو کې يې ډېر وخت کار کړی او د وخت د پوهانو سرلاری شوی دی. ابو ریحان البیروني خپل لومړنی کتاب «آثارالباقیه عنالقرون الخالیه» په ګورګان کې وليکه او هغه يې امير قابوس ته ډالۍ کړ.
البيروني د خپل ژوند ډېره برخه له غزنوي سلاطینو سره تېره کړه او له محمود غزنوي سره د هند نيمې وچې د سوبو په فتح کې ملتیا کوله چې په ترڅ کې په دې وتوانېد خپل مهم اثر هند پوهنه وليکي او د هندي وګړو، د دودونو، تقليدونو او باورونو په اړه دقیق معلومات د قلم ژبې ته وسپاري. البيروني همدا شان، په غزني کې د مشاهدو، ستورو څارنې او هند پېژندنې په کار بوخت و او پاتې ژوند يې هملته تېر کړ.
ابو ریحان البیروني په شاهي دوره کې ژوند وکړ او بلاخره په ۴۲۷ هجري قمري کال کې د څه د پاسه ۸۰ کلونو په عمر، په غزني ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې او خاورې ته وسپارل شو.
ټاکل شوې ده، د هېواد د دغه ستر علمي شخصیت په اړه د علمي او تحقیقي سمينار دويمه ورځ سبا په غزني کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته