سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د عربستان د شاهي هېواد د بهرنيو چارو د وزيرانو کتنه .

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧  :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو  چارو وزير صلاح الدين رباني پرون  د سعودي عربستان دشاهي هېــــواد دبهرنيو چارو له  وزير عادل الاجبير سره  دملګــــرو ملتو دســــازمان  دعمــومي اسامبلې د اوويايمې غونډې په څنډه کـــې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو او دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې لومړى صلاح الدين  رباني  دحج په مراسمو کې د وروستۍ پيښې په اړوند چې دسلګونو تنو حاجيانو دشهادت او ټپي کيدو سبب شوه ، خواشيني څرګنده کړه  او دسعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير ته يې  دډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
د بهرنيو چارو وزير دهېواد  د حالاتو او دافغانستان دحکومت دسولې دهڅو په  باب دسعودي عربستان  دبهرنيو چارو وزير ته معلومات ورکړل.
وروسته دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزير  له افغانستان سره  نږدې همکاري  ددغه هېواد په بهرني سياست کې ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه  چې سعودي عربستان دافغانستان د حکومت د سولې دهڅو ملاتړ کوي او چمتو دى  چې په اړتيا وړ  ساحو کې  له افغانستان سره همکاري وکړي.
ددغې کتنې په دوام  دافغانستان دبهرنيو چارو وزير  افغان کارګرانو ته  دسعودي عربستان دويزې  دصادرولو په برخه کې ددغه هېواد دهمکارۍ  غوښتنه وکړه.
په  ځواب کې دسعودي عربستان دبهرنيو چارو  وزير وړانديز وکړ چې د دواړو هېوادونو دکار وزارتونه دې   په دې برخه کې   اړيکې ونيسي اوپه  دې برخه کې دهمکارۍ د چوکاټ په باب خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته