کابل/ د کب ٩ مه / باختر
د اسلامي امارت ځواکونو په هرات کې یو ایرانی له انسان تښتوونکو آزاد کړ.
دغه ایرانی تبعه چې د اسلام قلعه بندر له لارې هرات ته د سوداګرۍ په موخه راغلی و، څه موده وړاندې وسله والو کسانو تښتولی و.
د هرات د استخباراتو يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د اسلامي امارت ځواکونه وتوانېدل چې سيد مصطفی موسوي د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوري.
د قضیې په تور يو تن نيول شوی او د نورو کسانو نیولو لپاره هڅې پیل شوې دي. د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ سید مصطفی موسوي په هرات کې د ایران قونسلګرۍ ته سپارل شوی دی.
\ ذ