ټولنه

په زابل کې د دوو څلور لارو چارې بشپړې شوې

قلات باختر د چنګاښ ۱۶ مه
په زابل کې د مرکز قلات ښار د منار او د مرکزي څلور لارې د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
چارواکي وايي چې یادې څلور لارې د شاوخوا اوو میلیونو افغانیو په لګښت په اساسي ډول رغول شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه یيز خبریال ته وویل چې، یادې پروژې د ښار جوړونې وزارت په مالي لګښت رغول شوي چې په رغېدو سره یې د ښار ښکلا دوه برابره شوې.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته