خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي امارت زرګونه سرتېرو ته ځانګړی امر شوی

کابل، د وري ۲۱ مه، باختر

تبصره

نن چې دندې ته راتلم، نو د کابل ښار په لارو او سړکونو لیدل کېدل، چې د اسلامي امارت د بېلابېلو امنیتي ادارو لکه استخباراتو لوی ریاست، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو اړوند سرتېري او افسران د موټرو پر تلاشۍ او کنټرول او دغه راز خلکو ته د امنیت د ټینګښت پر ډاډ ورکولو لګیاه وه.

د نظامیانو څېرې له مینې او محبت څخه ډکې ښکارېدې او هر هېوادوال سره یې په مسکا سلام، کلام او پوښتنه کوله.

امنیتي وځواکونو دغه ګام وروسته ترهغې پورته کړی، چې د اسلامي امارت مشرانو د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره د ورته چمتوالي امر وکړ او دوی هم په ورین تندي ومانه.

هو! دغه پوځيان به له خپلو کورنیو لرې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې ولاړ وي  او زه باوري یم چې د دوی اختر همدا دی، تر څو نور هېوادوال یې اختر وکړي او په چکر ولاړ شي.

دا یو څرګند حقیقت دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د اخترونو رنګونه زیات شوي، چې دلته ورته لنډه کتنه کوم او حقایق مو مخې ته ږدم.

د بېلګې په توګه اوسنیو اخترونو کې په ټول هېواد د امن فضا خپره ده او هېڅ داسې کورنۍ به نه وي، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته په جګړه او یا بل پوځي حرکت کې یې خپل عزیز له لاسه ورکړی وي او د غم په ټغر ناسته وي، دغه راز د اسلامي امارت په روانه دوره کې ټول افغانان کولی شي د امن په فضا کې له یو ځای څخه بل ځای ته د چکر او د خپلو خپلوانو د لیدو په موخه سفر وکړي او له ژوند او اختر څخه خوند واخلي.

نو اختر د مینې او ورورولۍ پیغام دی او راځئ دغه پیغام یو تر بله پورې ورسوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته