سیاستخبرونهTOP

د اداري کمېسيون په ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړيو په ګډون، ‏د اداري کمېسيون ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړي دي.
‏وروسته، د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن و الحديث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه‌الله د لارښوونې پر اساس، د اصنافو ماليات او همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د چارو ادارې عمومي رياست او د فارياب اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول ارزول شوي او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.
‏د ناستې په پای کې، د لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او د پکتيکا د اړوندو موضوعاتو د لا زياتې څېړنې په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته