کابل باخترد غبرګولې دولسمه :
دتخار ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو نن يو وسله وال سړى د وژنې په تور ونيوه .
دتخار ولايت د مرکز تالقانو ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمر سمونيار ميرويس شوکت دباختراژانس خبريال ته وويل چې؛ دغه سړي څه موده مخکې د تالقانو د ښار اوسيدونکى ذبيح الله په ډزو سره وژلى وو.
ده وويل چې؛ له تورن څخه تحقيقات دوام لري .
ديوبل خبرله مخې ،پوليسو دتالقانو په ښار کې يو تن د وسله والو غلاو او د خلکو د ځورونې په تور ونېوه .
دغه سړي له څه مودې راپدېخوا په غلا او د خلکو په ځورونې لاس پورې کاوه چې دپوليسو په هلوځلو سره ونيول شو.
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ