اعلامیهسیاستخبرونهTOP

د اختر په ورځو کې د ښه امنیت د ټینګښت په تړاو د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت اعلامیه

کابل، د وري ۲۶مه، باختر  

د اختر د مبارکو ورځو د ښه امنیت د تامین او هېوادوالو ته د خوشاله او ارامې فضا د چمتو کولو له امله له خپلو ټولو امنیتي ځواکونو او ادارو څخه مننه کوم.

د اسلامي امارت مجاهدین، په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو منسوبین او مؤظفین د یوه جامع امنیتي پلان په تطبیق، ښې همغږۍ او د ولسونو په همکارۍ وتوانېدل، چې هېوادوالو ته د اختر نمانځنې لپاره ښه زمینه برابره کړي.

 د امنیتي ادارو رهبري، مجاهدین او منسوبین د قدرداني وړ دي او اړتیا ده، چې له اختر وروسته هم د هېودوالو د ژوند خوندي کولو او د امنیت د تامین لپاره د پخوا په څېر هڅې وکړي.

 له هېوادوالو څخه د مننې ترڅنګ له دوی غواړم، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي. امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې په تخریبي کړنو او فعالیتونو لاس پورې کړي. 

افغانستان نن د یوه خپلواک نظام او پياوړو ا سلامي او ملي امنیتي ځواکونو څښتن دی او هیچا ته ځای نشته، چې په افغانستان کې دننه او یا له افغانستان څخه د باندې تخریبي کړنې او فعالیتونه ترسره کړي.

یو ځل بیا دې ټولو افغانانو ته کوچنی اختر مبارک او د هغوی ارامي او سوکالي دې تلپاتې وي.

 مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته