سیاست

د عدلیې وزارت د حقوقو او د دولت د قضایاو ریاستونو اصلاحي طرحه تائید شوه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٧مه
د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د عدلیې وزارت د حقوقو او د دولت د قضایاو په ریاستونو کې د کاري وضعیت د ښه والي په موخه پر اصلاحي طرحې، د اداري فساد پرضد د مبارزې په اړه د عالمانو د سراسري کنفرانس دجوړېډو پر  طرحې، او د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا د سکرتریت اړوند چارو د پرمختګ په  راپور بحث وشو.
د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش د عدلیې وزارت د حقوقو او د دولت قضایاو ریاستونو کې د اصلاحي طرحې په اړه وویل، دمخه هم د یادې طرحې په اړه چې دا ریاستونه دې د لوی څارنوالۍ تر چتر لاندې کار وکړي، بحثونه شوي وو، خو د نوې طرحې په اساس د اصلاحاتو په رامنځته کېدو سره یاد ریاستونه د عدلیې وزارت په چوکاټ کې پاتې کېږي.
هغه زیاته کړه، په محکمو کې د حقیقي او حکمي اشخاصو پر وړاندې د دعوا اقامه کول، د دعواو دفع کول، د عامه ملکیتونو د تثبیت په اړه د دولتي ادارو د همکارۍ جلبول، عدلي او قضایي ارګانونو ته د غاصبینو معرفي کول، د دولتي ادارو ترمنځ حقوقي منازعو ته رسیدګي، حقوقي منازعو ته د رسیدګۍ په خاطر د دولتي ادارو د مسوولینو رابلل او د دولتي ادارو ترمنځ د حقوقي منازعو د حل په خاطر د قراداد صادرول،د دولت د قضایاو ریاست عمده دندې دي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال زیاته کړه،دغه راز محکمو ته د مدني، املاکي، تجارتي او فامیلي (کورنیو) قضایاو ارجاع، د شرعي او قانوني اسنادو په تطبیق او تنفیذ کې د کمېټې دغړو ګډون، د ملکیتونو له حقونو څخه دفاع، د اړوندو ادارو غوښتنو ته ځواب ورکول او د محکمو د پرېکړو د تعمیل په خاطر د تدابېرو نیول، د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست عمده دندې دي.
استاد دانش زیاته کړه، د دې طرحې په اساس باید د دولت قضایاو او حقوقو د رئیسانو، کارپوهانو، د تجربه لرونکو او مسلکي سلاکارانو  د استخدام، د دولت د قضایاو د ثبت لپاره د ډیټابیس جوړولو، د ډیټابیس د اپډېټ لپاره د ټیم د تعینولو او د دولت د قضایاو او حقوقو د عمومي ریاستونو د کارکوونکو د شمېر په اړه د معلوماتو د راټولولو په برخو کې لازم اصلاحات ترسره شي. 
هغه زیاته کړه دا اصلاحات باید د محکمو د پرېکړو او تصمیمونو پر تطبیق او اجراکېدو د یوې ارشدې څارونکي کمېټې د رامنځته کېدو، د قوانینو او تقنیني اسنادو مطالعې او د لازمو تعدیلاتو وړاندېز، مسلکي امتیازاتو، د اړوندو ادارو د همکارۍ د جلبولو په خاطر د واحد فارمټ ترتیب او تنظیم، د تشکیلاتي جوړښت اصلاح او انکشاف، د بین المللي همکارو موسسو د همکارۍ جلبولو،  د بودجې تمویل او د عمل پلان جوړولوبرخو ته پراخ شي.
د پراختیايي پروګرامونو لپاره د روڼوالي چارو د تامین په خاطر د جمهوررئیس سلاکار سردار محمد روشن، د مرکزي احصائیې رئیس جاوید رسولي، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون  رئیس محمدقاسم هاشمزي په یادو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
غونډې له هر اړخېزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید او څرګنده یې کړه چې باید په یادو ادارو کې د کار کولو طریقه او مقررات په موثر ډول بدلون ومومي او تر ډېره په موثرو او کاري سیستمونو تمرکز وشي.
جمهوررئیس غني په دې اړه څرګنده کړه، باید د عدلیې وزارت د دولت قضایا او حقوقو ریاستونو کاري پروسې واضح وي او د ولایتونو په ګډون دې د عدلیې وزارت ټول ریاستونه مشخصه د دندو لایحه ولري او اصلاحات دې پکې راشي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ: د عدلیې وزارت د کاري واحدونو صلاحیتونه او مسوولیتونه دې واضح تعریف شي، د عدلیې وزارت په سیستم کې دې لازم او هر اړخېز اصلاحات رامنځته شي چې ټولو اړتیاو ته ځواب ویونکي وي.
د اجنډا په بله برخه کې د لوی څارنوالۍ ادارې له لوري د اداري فساد پرضد د مبارزې په اړه د عالمانو د سراسري کنفرانس دجوړېډو  طرحه غونډې ته وړاندې  شوه.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د یاد کنفرانس د ښه جوړولو په خاطر باید په یاده طرحه زیات کار وشي، تر څو خلکو ته د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه ګټور پیغامونه وړاندې کړي.
دغه راز د چارو ادارې عمومي ریاست د انسجام مرستیال شعیب تیموري د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا د سکرتریت اړوند چارو د پرمختګ په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ.
هغه د دې شورا د ترسره شویو فعالیتونو، د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا دغونډو د شمېر او دغه راز د هغو اقداماتو په اړه چې د یادې شورا له لارې په راتلونکي کې ترسره کېږي، هراړخیز معلومات ورکړل.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته