کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې نن دځانمرګې بريد له امله دپوليسو يو تن سرتيرى شهيد او دوه تنه ملکي وګړې ټپيان شول .
دهلمند دوالي ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل : دغه ځانمرګى بريد دمارجې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څيرمه و شو.
ده وويل : چې په دغه پيښه کې دپوليسو يو سرتيرى شهيد ، د يو ښوونکې په ګډون دوه تنه ملکي وګړي او دتيلو دټانک يو کارکوونکې ټپيان شوي دي.
ځواک زياته کړه ، چې يرغلګر پلې و او غوښتل يې دقوماندانۍ ودانۍ ته ننوځي چې دپوليسو له خوا وپيژندل شو او ځان يې وچاوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ