ټولنه

دحج او اوقافو وزير په منا او عرفاتو کې افغان حاجيانو ته دتياري بهير وکوت

کابل باخترد تلې دمياشتې ٩ :
دحج اواوقافو وزير ډاکتر محمد يوسف نيازي ددغه وزارت  دځينو مسوولينو په ملګرتيا  په منا او عرفاتو کې   افغان حاجيانو ته دتياري بهير وکوت .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   نن دپنجشنبې ورځ د ذولحجى اتمه  دفرضي حج مراسمو په پيل سره  افغان حاجيان  او دنړۍ نور حاجيان  منا شريف ته ځي اوپه منا کې ديوې شپې له تيرولو وروسته   سبا دلمړ خاته په وخت کې عرفاتو ته ځي  اوپه لمر لويدو سره له عرفاتو  څخه مزدلفې ته ځي او شپه په دغه مقدس ځاى کې په عبادت او  دعا سره تيروي .
له مکې مکرمې څخه  دباخترآژانس داستول شوي خبريال سيدحبيب سادات دخبرله مخې :   دافغان حاجيانو دبعثې مسوولينو په منا کې  دافغان  حاجيانو داستوګنې لپاره  خيمې دهېواد دملي بيرغونو په درولو سره مشخصې کړې دي او په عرفاتو کې هم سترې خيمې درولې دي  اوپه دغو مقدسو ځايونو کې  افغان حاجيانو ته   خواړه  هم برابر شوي دي .
دحج او اوقافو وزير ډاکتر نيازي  دافغان حاجيانو دبعثه هيئت  دتياري له امله قدرداني وکړه او ويې ويل  چې  دحج دمراسمو په بهيرکې  داورګاډي   په واسطه  منا ، عرفاتو ، مزدلفې او  جمراتو ته دافغان  حاجيانو دليږدونې اسانتياوې هم مخکې له مخکې برابرې شوې دي او ددغه وزارت مسوولينو  دتيرو کلونو په پرتله  هېوادوالو ته  دفرضي حج  دادا کولو لپاره زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته