اقتصاد

دپانګې اچونې عالي کميسيون غونډه وکړه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دپانګې اچونې عالي کميسيون نن دسوداګرۍ اوصنايعود وزير  اوددغه  کميسيون درييس ډاکترانوارالحق احدي په مشرۍ  غونډۀ وکړه.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې په دې غونډه کې  دلسو  مليونو امريکايي ډالرو په پانګه دزغروالو  وسايطو دمونتاژ او درولو دفابريکې  د جوړولو په باب خبري وشوي او هم دبلخ ولايت  دصنعت کارانو ، دآيودين لرونکې مالګې دتصفيې  دفابريکې ، دسويابينو دفابريکې  اودمزارشريف دګوري ماردصنعتي پارک  چاري په هراړخيزي توګه وڅيړل شوي.

دغه را زپه دې غونډه کې  دڅلور اعشاريه پنځو مليونو امريکايي ډالر و په ټوله پانګه د کندهار ولايت دشوراندام په صنعتي پارکونو کې  دايسکريم  دتوليد اودميوو دانډي کولو  دفابريکو اودسړي خونې جوړول  دکميسيون له خوا تائيد اومنظور شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته