متون باختر د غبرګولي د مياشتې ۲۴ مه
په خوست ولایت کې میشتو قومونو او د شوراګانو غړو د يوې پراخې غونډې په ترڅ له دولت څخه ملاتړ اعلام کړ.
په خوست کې د احمدزیو د شورا مشر اسدالله احمدزي باختر اژنس ته وویل چې ځیني کړۍ او اشخاص د نظام د سکوت غوښتنه کوي ،چې دا ډول کړنې نور موږ ته د منلو وړ نه دي او له دې وروسته هېچاته اجازه نه ورکوو چې د شته نظام په تخریب خپلې شخصي ګټې خوندي کړي.
په ورته وخت کې د دغه ولايت د سرحدونو او قبایلو ریاست ریېس د کابل د تیرې اونۍ لاریونونه سوله ییز نه بلکې غیرې قانوني وبلل او ویې ویل چې خپل حقوق دې د قانون په رڼا کې وغوښتل شي نه د وسله والو لاریونونو په ترسره کولو سره.
0 1 دقیقه لوستل