کابل باختر دزمري لومړي :
ديني عالمانو نن د جمعې د لمانځه په خطبوکې نشه يي توکي کورګډې پديده وبلله او ټينګار يې وکړ چې د اسلام مقدس دين نشه يي توکي په بشپړه توګه حرام او په هغو روږدي کيدل ستره ګناه بللې ده.
د باخترآژانس خبريالانو د هېواد د مرکز او ولايتونو له يوشمېر جوماتونوڅخه خبر راکړ: ديني عالمانو نن د جمعې دلمانځه له اداکولو مخکې د ويناوو په ترڅ کې وويل: هغه کسان چې د نشه يي توکو په کرکيلې، توليد، قاچاقو او وړاندې کولو لاس پورې کوي؛ ستره ګناه ترسره کوي. ځکه دغه کرغيړنه پديده د يو زيات شمېر هېوادوالو په تېره بيا د ځوانانو ژوند له منځه وړي او هغوى له بدمرغي سره مخامخ کوي او د ټولنې او کورنيو د اوږو بار دي .
ديني عالمانو څرګنده کړه: هغه کسان چې د خلکو د له منځه وړلو سبب کيږي؛ د دنيا او آخرت عذاب د هغوى په برخه کيږي .
دوى له بزګرانو او په کلي توګه له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو له کرکيلې، توليد او قاچاقو او په خلکو د هغوى له ويشلو څخه ډډه وکړي او ځان د وجدان له عذاب او سترې ګناه څخه وژغوري .
ديني عالمانو د کوکنارو د کرکيلې بندول اوله نشه يي توکو سره مبارزه زموږ د هر هېوادوال ديني او ټولنيزه دنده وبلله.
په دغوخطبوکې ميندو او پلرونو ته درناوى د ځوانانو اصلي او اساسي دندې وبللې شوې او څرګنده شوه چې د اسلام مبين دين او داسلام ستر پيغمبرحضرت محمد مصطفى(ص) په مسلمانانوټينګارکړى دى چې د ميندو او پلرونو په وړاندې ښه چلند او سلوک غوره کړي.
دغه راز په دغو خطبوکې د فردي او ټولنيز نظافت او پاکوالي د رعايتولو يادونه وشوه او د ژوندانه چاپيريال ساتنه د مسلمانانو وجيبې وبللې شوې .
ديني عالمانو وويل: زموږ د خلکو ترمنځ اتفاق او اتحاد هېوادوالو ته نيکمرغي رامنځته کوي او خلک بايد په پوهې او هوښياري سره په خپلوکې د اسلام د دښمنانو د نفوذ مخه ونيسي .
دغه راز دوى امنيتي او دفاعي ځواکونه د خپل دين، هېواد او خلکو ساتندويان وبلل او له هغوى سره ملاتړيې د ټولو هېوادوالو وجيبې وبللې .
0 1 دقیقه لوستل